ډېکسن: بریتانیا له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل غوښتونکې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره کتلي دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په دې کتنه کې د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او بریتانیې ترمنځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د بریتانیا پر لېوالتیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، دوی د افغانانو د هوساینې په موخه له سرپرست حکومت سره ګډ کار کوي.

رابرټ چټېرټون ډېکسن د سرپرست حکومت او بریتانیا په ذیعلاقه موضوعاتو د بحثونو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، بریتانیا یو بسیا افغانستان د نړۍ په ګټه بولي او له همدې امله له سرپرست حکومت سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

نوموړي د سرپرست حکومت چارواکو ډا‌ډ ورکړی، چې د شته ستونزو د حل لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *