کندوز کې د یوې میاشتې پرمهال څه باندې ۵۰۰۰کسان پر ساري ناروغیو اخته شوي

کندوز کې روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د هوا ګرمېدو سره پر بېلابېلو ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د کندوز د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- ۵۰بستریز روغتون سرطبیب قیام‌الدین ساپی وايي، د تودوخې زیاتېدو له امله یې تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰۰ ناروغان بستر کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان پر شري، کانګو، کوویډ۱۹ او اسهال ناروغیو باندې اخته شوي وو. هغه زیاته کړه چې دې روغتون کې د ناروغانو درملنه په وړیا توګه کېږي.

نوموړي وویل : «له هېواد‌والو غوښتنه کوو چې روغتیايي سپارښتنې دې مراعت کړي او د ناروغیو زیاتېدو یوازینی لامل د حفظ‌الصحې نه مراعتول دي. اوس ۴۳ ناروغان بستر دي چې څلور یې د کانګو او پاتې یې انتاني دي.»

په ورته مهال د کندوز د ساري ناروغیو او کوویډ۱۹- ۵۰بستریز روغتون ته راغلي یو‌شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي دغه روغتون کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې خوښ دي.

د بغلان د دوشي ولسوالي یو اوسېدونکی بابا چې د درملنې لپاره دغه روغتون راغلی، وویل: «۱۲کلنه لور مې ناروغه ده دلته راغلی یم، پر کانګو ناروغي اخته ده، درملنه یې ښه روانه ده. نهه ورځې کېږي چې دلته راغلی یم او د روغتون له خدمتونو خوښ یم. موږ بې‌وزله خلک یوو او پیسې نه‌لرو، دلته درملنه ښه کېږي.»

بل‌خوا د کندوز د عامې روغتیا ریاست سرپرست وايي چې د هوا په ګرمېدو سره ساري ناروغۍ زیاتېږي چې دوی د ناروغانو د درملنې لپاره ورته ۵۰بستریز روغتون جوړ کړی دی.

نوموړي وویل: «د ګرمۍ په موسم کې د اسهالاتو، محرقې په ډول او نورې ساري ناروغۍ زیاتېږي او خلک او ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او حفظ‌الصحه نه مراعتوي، خو الحمدالله چې حوزوي روغتون او ټولو ولسوالیو کې د اغا‌خان بنسټ له لوري د ساري ناروغانو لپاره ځانګړې څانګه جوړه شوې او د خلکو په خدمت کې ده.»

د یادونې وړ ده چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره کندوز کې ساري ناروغۍ خپرېږي چې له امله ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ماشومان پرې اخته کېږي

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *