یونيسف: پر سلګونه زره خوارځواکو افغان ماشومانو مو د تقویې ځانګړي خواړه وېشلي

خبریال: عزت الله سلیمي
د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونيسف وايي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې پر شاوخوا ۷۰۰ زرو خوار ځواکه ماشومانو له مخکې چمتو شوي خوراکي توکي وېشلې دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، یونيسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ځانګړو خوړو څه باندې ۹۰ میلیونه بستې ۷۱۵ زرو ماشومانو ته ورکړل شوې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، له څو هېوادونو او بېلا بېلو بنسټونو نه مننه کړې چې په دې چاره کې یې د دوی مالي ملاتړ کړی.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او یادې ادارې وخت په وخت پر نړیوالو غږ کړی چې نه یوازې د خوار ځواکه افغان ماشومانو بلکې په نورو هېوادونو کې هم هغو ماشومانو ته بودیجه ځانګړې کړې چې په چټکۍ سره وزن بایلي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۸ کال نه وروسته په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

یونيسف وايي، په ټوله نړۍ کې شاخوا دوه سوه میلیونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي چې د لوږې له امله د مرګ او ژوند ترمنځ سخت حالت زغمي.

لوږې او خوارځواکۍ له هغو ماشومانو چې باید هره ورځ چټکه وده وکړي، له خاپوړو پورته او په لاره روان شي دا توان اخیستی چې د ژوند بل پړاو ته داخل شي.

ډاکتران د زېږون پرمهال د ماشومانو د مړينې يو ستر لامل د ماشوم خوارځواکي او د وزن کموالی بولي او زیاتوي چې په کم عمر کې د نجونو واده کول، په مخدره توکو روږدېدل او د مېرمنو رواني ناروغۍ د ماشوم پر وزن ناوړه اغېز لرلی شي.

سپارښتنه دا ده چې که مېندو ته د میندوارۍ په موده کې مناسب خواړه ونه رسېږي، ماشوم يې د بدن جوړېدو پرمهال سمه وده نه کوي او خوارځواکی نړۍ ته سترګې غړوي.

په نړیواله کچه کورونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جګړو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ حالت ته رسولي دي خو په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر له یو میلیون نه واوړي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *