د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له زورواکو یې ۱۱۸ میليونه افغانۍ پورونه راټول کړي
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د افغانستان برېښنا شرکت د خپل کلنې رپوټ وړاندې کولو پر مهال ویلي چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا لخوا د ټاکل شوي ځانګړي کمیسیون له لارې یې د برېښنا لګښت دغه پورونه له زورواکو او سیاستوالو څخه اخیستي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت سرپرست مولوي عبدالرحمن رحماني کابل کې خبري ناستې ته د شرکت د کلنې رپوټ وړاندې کولو پر مهال دا هم وویل چې له دولتي ادارو یې هم درې اعشاریه پنځه میلیارده افغانۍ پورونه راټول کړي دي.
د زورواکو او دولتي ادارو لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته د برېښنا د بېلونو د نه ورکولو ستونزه له پخوا وه او دغه شرکت یې د بیا بیا خبرداریو سره سره په راټولو نه و توانیدلی.
خو دغه شرکت ونه ویل چې لاهم د دوی په ټکو په نورو زور واکو او ادارو پورونه پاتې دي او کنه.
د افغانستان برېښنا شرکت دارنګه وایي په تېر ۲۰۲۲ زيږديز کال کې یې ګاونډي تاجکستان ته د وارداتي برېښنا په بدل کې ۹۶ ميلیونه ډالره، ازبکستان ته څه باندې ۹۴ ميلیونه ډالره، ایران ته ۶۲ ميلیونه ډالره، ترکمنستان ته ۴۷ ميلیونه ډالره او همداراز د برېښنا کورنیو تولیدي شرکتونو ته ۲۲٫۳ ميلیونه افغانۍ ورکړي دي.
د ښاغلي رحماني په وینا د ۲۰۲۳ کال لپاره یې هم یادو هېوادونو سره د برېښنا پېرلو ۲۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغانستان دا مهال د برېښنا ډېرې اړتیاوې د یادو ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برېښنا پوره کوي چې کله نا کله د ځینو مسایلو له امله پر افغانستان د برېښنا پرچاوي هم راځي.
خو د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په کور دننه له خپلو سرچینو د برېښنا تولید پراخ امکانات لري چې دوی ترې د ګټې اخیستنې لپاره ورته پنځه کلن پلان هم جوړ کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئیس انجینر صفي الله احمدزی وایي د باوري او دایمي برېښنا د تامین لپاره د دغه پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې به ۷۱۰ میګاواټه سولري او بادي برېښنا تولید شي.
ښاغلی احمدزی وایي له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې د پانګونې تړونونه لاسلیک شي.
نوموړی دا خبره داسې مهال کوي چې یکشنبه د طالبانو په حکومت کې د اوبو او برېښنا وزارت ویلي چې سرپرست وزیر یې د ” اېچ ټي سي – HTC” په نامه له یوه چینايي شرکت سره د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید او د لمریزې برېښنا په برخو کې په پانګونې خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي د برېښنا رسونې اړوندو سیستمونو په عصري کولو سره هڅه کوي چې د برېښنا ضایعات راکم او د لګښت په برخه کې یې روڼتیا رامنځته کړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت داسې مهال په خپل کلنې رپوټ کې د ډېرو لاسته راوړنو خبره کوي چې افغانستان لویه برخه وګړي برېښنا ته لاسي رسی نه لري او د پلازمینې کابل په ګډون لوی او واړه ښارونه چې اوسېدونکو ته یې په ورځ کې څو ساعته برېښنا رسي کله ناکله د مختلفو لاملونه له امله پرې بنده وي.