چارواکي: په سرپل او بامیانو کې ترافیکي پېښو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سرپل او بامیان کې ترافیکي پېښو ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، چهارشنبه له غرمې وروسته په سرپل ولایت کې د بس چبه کېدو پېښې کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په خبره پېښه د سرپل په صياد ولسوالۍ کې د یوه کوچني مسافر وړونکي موټر یا فلاينکوچ د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

د رپوټونو له مخې په پېښه کې اته ماشومان، ۱۲ ښځې او ۴ سړي مړه شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

ځایي چارواکو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې پروایي او د لارې خرابوالی بللی.

په ورته وخت کې د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، پېښه د هغه موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ له «اله‌تو» کلي څخه د «خواجه‌یګانه» کلي ته په لور روان و.

بله خوا د یوه بل خبر له مخې، چهارشنبه په مرکزي ولایت بامیانو کې هم ورته پېښه کې څوارلس تنه ټپیان شوي.

د باميانو د امنیه قوماندانۍ وياند محمد رسا خواني وايي، د دې ولایت اړوندې پنجاب ولسوالۍ کې هم کوچنی بس موټر یا فلانکوچ چپه شوی دی.

د رپوټونو له مخې په پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي چې د دوو ښځو او يو ماشوم روغتيايي وضعيت نازک بلل شوی.

له افغانستان نه د ترافیکو پېښو رپوټونه ډېر دي چې عام خلک او چارواکي یې لامل د موټر چلوونکو بې پروايي او د لارو خرابوالی بولي.

 

 

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *