روغتیايي مسوولین: د بدخشان چاودنه کې ۱۱ وژل شوي، لسګونه ټپیان دي
د فیض اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي کابل۲۴ ته ویلي “زموږ روغتون ته ۱۱ جنازې او ۳۳ ټپیان رواړول شوي دي.”
د دغې سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ یې روغتیايي حالت نازک وو او د الوتکې له لارې کابل ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبح الله مجاهد وايي، دغه چاودنه اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش کړې. خو خپله داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بدخشان د والي مرستیال او موټر چلوونکی یې د سه شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول، چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی وو.
دوو سرچينو رسنیو ته تاييد کړې، چې په نننۍ چاودنه کې د بغلان د طالبانو پخوانى امنيه قومندان صفي الله يفتلي، حاجي اکرم خان او د طالبانو یو سيمه ييزو چارواکی ضياالحق ابوذر وژل شوي دي.
له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي.
تېر کال نومبر کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څېرمه شوې وه.