امنیت شورا: طالبان د ۹۰ یمې لسیزې استبدادي سیاستونو ته ګرځي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې خپل وروستي رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د مولوي هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو حکومت په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د دوی د تېرې واکمنۍ “استبدادي سیاستونو” ته مخه کړې ده.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دا د دې کمېټې څوارلسم رپوټ دی، چې په ۲۷ مخونو کې چمتو او داسې ښکاري چې د تېرې می میاشتې په وروستیو کې د امنیت شورا غړو سره شریک شوی دی.
د دغه رپوټ په لنډیز کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو مشرتابه کې د ‘ځینو اختلافاتو’ یادونه شوې، خو ویل شوي چې دمګړۍ یې یووالي او د خپل مشر اقتدار ته لومړیتوب ورکړی، چې مخ په زیاتېدو دی.
په رپوټ کې وړاندوینه شوې چې طالبان به خپل یووالی له راتلونکي یوه تر دوو کلونو وساتلی شي. په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو په حکومت ګڼ لوړ پوړي چارواکي پښتانه دي.
امنیت شوار وايي د طالبانو مشر ‘مولوي هبت الله’ په ویاړ سره د خپلو پالیسیو نرمولو لپاره د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي.
د دې شورا د بندیزونو د څار کمېټې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې “داسې هېڅ نښه نښانه نه ښکاري چې د طالبان نور کابل مېشتي مشران دې پر پالیسیو بنسټیزه اغېزه ولرلی شي.”
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه تازه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
که څه هم د شېر محمد عباس ستانکزي او سراج الدین حقاني په څېر د طالبانو مهمو مشرانو په وار وار او په زغرده د نجونو زدکړو پر بندیز او د واک د انحصار په ګډون پر بېلابېلو پرېکړو او تګلارو نیوکې کړې، خو په لویه کې دا نه مني چې د دوی ترمنځ دې اختلاف موجود وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي دا هیله هم کمه ده چې د طالبانو دغه پالیسي دې په لنډه یا منځمهاله موده کې بدله شي.