اسلامي امارت غواړي د مس عینک کان عملي چارې پیل شي؛ چیني شرکت وايي لومړی دې لرغوني اثار خوندي شي

اسلامي امارت غواړي د مس عینک کان عملي چارې پیل شي؛ چیني شرکت وايي لومړی دې لرغوني اثار خوندي شي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي د چین د “اېم‌سي‌سي” کمپنۍ مرستیال کابل ته ورغلی او د مس عینک پروژې اړوند یې خپل پلانونه له افغان لوري سره شریک کړي دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي “د MCC کمپنۍ مرستیال د مسو عینک کان د کار پیل په اړه خپل پلانونه، طرحې او همدارنګه د سرک جوړولو، د لرغونو اثارو لېږد، د وسایلو او د ماشینونو د راوړلو او شته ستونزو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.”

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په دې کتنه کې چیني لوري ته ډاډ ورکړی چې دوی د قرارداد له مخې د پروژې اړوند خپل مسولیتونه ترسره کړي او قراردادي شرکت دې هم نور د عملي کارونو پیل نه ځنډوي.

چین تل په دې سیمه کې تاریخي اثارو شتون ته ګوته نیولې او ویلي یي دي تر هغې چې د عینک له ساحې لرغوني اثار په خوندي توګه ونه اېستل شي د پروژې د عملي کار پیلول سخت دي.خو دا کار تر ډېره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولیت ګڼل کیږي.

تازه دغه کار لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تخنیکي مرستیال په مشرۍ د دې کمپنۍ له استازو سره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه شوې.

په دې تړاو پخوا هم څو ځله هوکړې شوې خو عملي کارونه بیا ټکني وو.

د چین د ‘اېم‌سي‌سي’ شرکت مرستیال په کابل کې له لیدو کتو وروسته ویلي “له عینک ساحې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د دې پروژې کارونه پیل شي.”

خو د تېر په څېر بیا هم د عملي کار د پیلېدو د نیټې او مهالوېش کوم ځانګړی اعلان نه دی شوی.

دغه چینايي شرکت د عینک کان د استخراج تړون په ۲۰۰۷ کال کې د هغه مهال افغان حکومت سره چې مشري یې حامد کرزي کوله لاسلیک کړ.

په پام کې وه چې دغه شرکت پر مس عینک کان، چې د مسو یو ستر کان بلل کیږي څه باندې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

د دغې کان کیندنه افغانستان ته د اقتصادي ګټو او زرګونو خلکو بوختیاوو تر څنګ په سیمه کې یو ځانګړی ارزښت ورکولی شي خو پرلپسې ناامنیو ، وخت نا وخت په قرارداد کې قانوني ستونزو او یا شاید سیمه ییزو او نړیوالو رقابتونو بیا بیا د کان د کیندنې او عملي چارو مخه ډب کړې.

اوس طالب چارواکي ادعا کوي چې سراسري امنیت یې ټینګ کړی او بیا بیا غوښتنه کوي چې چیني شرکت باید ژر د قرارداد له مخې عملي کارونه پیل کړي.‌

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *