ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه رابلل شوې ده

په ناروې کې د افغانستان د وضعیت په هکله د اوسلو غونډې په نوم یوې غونډې په کار پېل وکړ.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ ویلي، چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي او ځينې مدني فعالان کډون لري او ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت کړنې وڅېړل شي.

مېرمن هویټفلډ ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل په ګټه ده. تمه کېږي، چې په دې غونډه کې له نړۍ سره د سرپرست حکومت کړې ژمنې هم وارزول شي.

بل خوا، په دې غونډه کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر رییس د سرپرست حکومت د استازي حضور او د افغانانو د بشري ستونزو په تړاو خبرې ښه او مهم اقدام بولي.

په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی ګډون کوي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *