یونان؛ ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۰۰ ماشومان هم سپاره وو
د کښتۍ ژغورل شوي کسان وايي، له دوی سره په ډوبه شوې کښتۍ کې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان هم سپاره وو.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د سویلي یونان ساحل ته نژدې د دغې کښتۍ اوښتو پېښه کې ۷۹ کسان مړه شوی او له ۱۰۰ زیات ژوندي ژغورل شوي دي.
ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي ځکه ګڼ کسان لا هم سمندر کې ورک دي. داسې هم ویل کېږي چې په کښتۍ کې ښايي تر ۷۵۰ کسانو سپاره وو.
د کښتۍ اوښتو دا پېښه په یونان کې د سږ کال تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي. کښتۍ د پیلوس سیمې له سمندر غاړې نژدې اتیا کیلومتره لېرې اوبو کې ډوبه شوې ده.
یوناني چارواکي وايي، دغه کښتۍ د سې شنبې پر ورځ ناوخته په نړیوالو اوبو کې د اروپايي ټولنې پوله ساتنې ادارې یوې اړوند الوتکې عملې لیدلې وه. دا چارواکي زیاتوي، د کښتۍ هېڅ یوې سپرلۍ هم هغه واسکټ نه و اغوستی، چې په اوبو کې له ډوبېدو انسان ژغوري. له دې څو ساعتونه وروسته کښتۍ اوښتې او ډوبه شوې ده.
مسوولین وايي، له هغه وروسته د مرستې عملیات پیل شول، چې د چټکو بادونو له کبله سخت پیچلي وو. بل لور د الارم فون په نامه یوه اداره چې په سمندرونو کې د ستونزو ښکار کډوالو سره مرسته کوي وايي، ”د یونان ساحلي ساتونکي د مرستې له استولو څو ساعته مخکې لا پوهېدل چې دا کښتۍ له ستونزو سره مخامخ ده.”
دوی وايي، خلک به ځکه له یوناني مسوولینو ډارېدل چې دوی ته د دې هېواد چارواکو لخوا د کډوالو بېرته شړلو ”وحشتناکه او سیسټماتیکه تګلاره” معلومه ده.
پېښه کې ژوندي پاتې ځینې کسان روغتون ته او ځینې نور بیا کالاماتا سیمه کې یوه ګودام ته لېږدول شوي، چې د موقتې سرپناه په توګه کارول کېږي.
په دې پېښه کې د ژوندي پاتې کسانو په خبره په ډوبه شوې کښتۍ کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې کسانو سفر کاوه، او د روغتیا سیمه ییز مشر یانیس کارویلس د یوې بې سارې غمیزې یادونه کړې ده. نوموړی وايي: ”په دې کښتۍ کې له هغه څو برابره ډېر کسان ناست وو، چې معمولاً یې اجازه ورکول کېږي.”
د ساحل ساتنې ادارې یوه افسر نیکولاوس الیکسیو ولسي ټلویزیون ته ویلي، همکارانو کښتۍ لیدلې چې تر غاړو له خلکو ډکه وه او د مدیترانې سمندر په هغه برخه کې ډوبه شوې، چې تر ټولو ډېره ژوره ده.


