یونیسف: سرپرست حکومت ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش خبرې کوو

یونیسف: سرپرست حکومت ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش خبرې کوو
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونيسف وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره هغوی ته د تعليمي پروژو د لېږد پر مهالوېش او عملي چارو خبرې کوي.
سرپرست حکومت له دې وړاندې د پوهنې په برخه کې د بهرنیو بنسټونو د فعالیت د درولو پرېکړه کړې. کورنیو موسسو ته يې هم د دوی د حکومت د نصاب او لارښوونو د منلو په شرط د اجازې ويلي.
یونيسېف وايي د پوهنې وزارت ډاډ ورکړی چې د یونيسف په اړوندو سیمه‌ييزو ټولګیو کې د پنځه سوه زره زدکوونکو زدکړې به تر هغې دوام مومي څو د سرپرست حکومت هغه پرېکړه عملي کېږي چې بهرنيو بنسټونو ته نور د زده کړو په برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
په افغانستان کې د یونیسف ویاندې سمانتا مورت رویټرز ته ویلي چې د سرپرست حکومت له پوهنې وزارت سره په خبرو بوخت دي او دا ډاډ ورکړی شوی چې له یونيسف څخه د دغو ټولګیو د مسوولیت د بهیر تر لېږده به یاد ټولګي پرانیستي وي.
کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *