پاکستاني سرچینې: کابل او اسلام اباد له ډېورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د ټي ټي پي وسله والو لېږدولو هوکړې ته رسېدلي

د پاکستان یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته تایید کړې، چې کابل او اسلام اباد د ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د افغانستان لوېدېځو سیمو ته د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله والو پر لېږدولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د ترکیې دولتي خبري اژانس، انادولو ته ویلي، دواړه هېوادونه پر دغې پروژې هوکړې ته رسېدلي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسلام اباد له ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د افغانستان لوېدیځ ته د ټي ټي پي د وسله والو د لېږدولو او ځای پر ځای کولو لګښت منلی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم پرون په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې پر مهال په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه. اغلې بلوچ وویل، “نه غواړم د دې ځانګړې مسلې په اړه توضیحاتو ته لاړه شم، خو موږ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هغو جدي اندېښنو په اړه خبرې کوو چې پاکستان یې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه لري.”

د پاکستان حکومت په ځلونو ویلي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه پاکستان کې د ننه عملیات کوي. د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د امریکا غږ اردو څانګې سره مرکه کې ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د پاکستاني طالبانو د ملاتړ تور نه شي پورې کولی، خو د دې ډلې په مخنیوي کې ځینې کمزورتیاوې لري.

هغه زیاته کړې وه، موده وړاندې ورته په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان ته د ټي ټي پي د غړو د لاسرسي کمولو لپاره له ډېورنډ کرښې څېرمو سیمو څخه د هغوی د لرې کولو ژمنه ور کړې ده.

پاکستان بیا بیا ویلي، چې وسله وال پاکستاني طالبان د ډېورنډ کرښې له بل لوري پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونو ته ورځي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د رانا ثناءالله ددې ادعا په اړه ویلي وو، دوی پوره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي. نوموړي زیاته کړې وه: “هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد پرضد وکاروي. ددې لپاره ټول هغه اړین ګامونه اخلو چې لازم وي”.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله وړاندې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې د ټي ټي پي وسله والو له طالبانو سره د مخکیني افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده، نو ځکه افغان طالبان په داسې دریځ کې نه دي چې د پاکستاني طالبانو پرضد ګام واخلي.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې د پاکستاني چارواکو دغو تورونو ته په اشاره ویلي، که پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود وای، نو بیا به یې د پاکستان د سترو ښارونو پر ځای پر ډېورنډ کرښه د پاکستان امنیتي سرتېرې په نښه کړي وای

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو لومړیو کې کابل کې د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې هڅې وشوې، خو بریالۍ نه وې.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *