د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان اوسنی حکومت پراخبنسټه نهدی
د کابل۲۴ د راپور پر اساس کابلوف ویلي، تر هغې چې د افغانستان اوسني چارواکي په رسمیت و نه پېژندل شي؛ سفیر یې هم نهشي کولی په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې کار وکړي.
کابلوف زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی حکومت پراخبنسټه نهدی. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم ښه نهدی او له خپلو هېوادوالو یې غوښتي چې افغانستان ته سفر و نهکړي.
د سرپرست حکومت ویاند بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې د پراخبنسټه حکومت نه جوړېدو موضوع د هېواد کورنۍ مسله بولي او بهرنیو وګړو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان امن دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي، همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې سرپرست حکومت لېواله دی چې د افغانستان پوځي تجهیزات لکه توپونه او ټانکونه د روسي متخصصانو له لوري ترمیم شي، خو د سرپرست حکومت ویاند، د کابلوف دغه څرګندونې ردوي.