پاکستان کې افغان بندیان: په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروو
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، هغه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې دي، وايي په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې وضعیت ته یې رسېدنه وکړي او ژر تر ژره یې د پاکستان له بندخونو ازاد کړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل، وايي، د پاکستان حکومت باید نیول شوي افغانان ژر تر ژره خوشي کړي.
د کډوالو د حقونو ځينې فعالان بیا په دې باور دي چې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
ورته مهال، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د کابل او تهران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تر دې دمه د ایران له زندانونو څه باندې زر تنه افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.