پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر نیولی دی

پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر نیولی دی
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ‘پي‌ټي‌ایم’ غړي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر نیولی دی.

د کابل۲۴ د راپورو پر اساس، د پي‌ټي‌ایم د مشر منظور پښتین یوه نږدې ملګري‌ ادریس پښتین پر خپل ټویټر لیکلي چې علي وزیر د ۲۰۲۳ کال د بودیجې په تړاو جلسې ته روان و چې “له شمالي وزیرستان وتښتول شو.”

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له نږدې دریو اوونیو راهیسې د شمالي‌ وزیرستان په مرانشاه کې د خپلو نیول شویو ملګرو عیدالرحمان، زکیم وزیر او جلال وزیر د نیول کېدو غبرګون کې پرلت پیل کړی.

د منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشران هم په دغه پرلت کې برخه لري.

د پي‌ټي‌ایم یو شمیر غړو له تېرې ورځې پر خپلو خواله رسنیو لیکلي چې امنیتي‌ ادارو یې د پرلت د دوام په صورت کې د مشرانو د نیولو ګواښ کړی دی.

په دې لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غړې مونیزه کاکړ د علي‌ وزیر د نیول کېدو له رپوټونو څو ساعته مخکې پر خپل ټویټر لیکلي و چې “د رياستي ادارو لخواه د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین د نیولو لپاره پرله پسې هڅې روانې دي چې دا یو ډېر شرموونکی عمل دی.”

پخپله منظور پښتین هم نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې “له پرون راهیسې پاکستانی فوځ په میرانشاه پرلت د برید کولو هڅې کوي.”

منظور پښتن زیاته کړې “خو یو خبره بیخی واضح ده چې د دې ریاست او ظالم فوځ د ظلم، جبر او ترهګریزو پالیسیانو خلاف او د خپلواکې لپاره به زمونږ مزاحمت جاری وي.”

د یادونې ده چې علي وزیر د روان ۲۰۲۳ کال فبرورۍ کې له دوو کالو او دوو میاشتو زندان وروسته خوشې شو.

ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰م کال ډسمبر پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي وو.

د هغه خلاف په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي وو او په دغو رپوټونو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی وو، چې ګواکې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوې کړې دي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *