د جاپان ځانګړي استازي له طالبانو د “ښځو زده کړو” په اړه مالومات غوښتي

د جاپان ځانګړي استازي له طالبانو د “ښځو زده کړو” په اړه مالومات غوښتي

د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د حکومت لوړو زدکړو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د نجونو د لوړو زدکړو په برخه کې مالومات غوښتي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، جاپاني استازي کانوشک ناګواکا چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا هم ورسره و، له مولوي نداء محمد ندیم کتلي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي ندیم د جاپان استازي ته مالومات ورکړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې څه ډول مالومات ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او لوړو زدکړو له بندیز نه ډېر وخت تېر شو، خو د طالبانو حکومت ډېر وخت د دې “لنډ مهالي” بندیز یو له لاملونو د شرایطو نامناسبوالی بللی دی.

خو د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د جاپاني ځانګړي استازي خبرې داسې را اخیستې دي: “د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي کانوشک ناګواکا او د یاد هېواد سفیر تاکاشي اوکاډا د افغانستان امنیتي حالت وستایه او ویې ویل چې اوس مهال په افغانستان کې د تحصیل او نورو برخو د پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.”

لوړو زدکړو وزارت د نجونو زدکړو په تړاو ددې لېدنې ډېرې خبرې نه دې خپرې کړې او یوازې همدمره وایي: “د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي په تحصیلي ډګر کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او د ښځو د تحصیل په اړه یې معلومات وغوښتل.”

طالبانو لوړو زدکړو وزارت دا هم وايي چې وزیر یې د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي نه له افغانستان سره د پوهنتونونو د ودانیو جوړولو، لابراتوارونو د تجهیز او استادانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

بل خوا افغان نجونې محصلانې د طالبانو حکومت پړ بولي چې دوی ته قانع کوونکی ځواب نه لري او بیا بیا ورسره کړې ژمنې ماتوي.

د ستارې په نوم یوه محصله وايي: “تېر کال یې یوازې یوه میاشت درس ته پرېښودو او په بيړه یې ازموینې رانه واخستي او کورونو ته یې ولېږلو، سږ کال هم یو سمسټر ضایع شو، موږ هم غواړو چې خپلو هیلو ته ورسېږي او په یوه اسلامي ټولنه کې له ټولو دیني ازرښتونو سره سره سمې زدکړې وکړو.”

بل خوا پر همدې ورځ د جاپان ځانګړي استازي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره هم کتلي دي.

ښاغلی کرزی چې نژدې په هره لیدنه کې د نجونو د زدکړو خبره لومړی یادوي، له جاپاني استازي سره یې په لیدنه کې بیا د نجونو پر زدکړو ټینګار کړی.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *