یوناما: “افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملکي مرګژوبله پام وړ کمه شوې، خو بیا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې په دې هېواد کې ۱۰۹۵ تنه وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، یوناما دا هم ویلي چې په دې موده کې د ځانمرګو بریدونو له امله په ملکي مرګ ژوبله کې پام وړ کمښت نه دی راغلی په دې معنا چې په “لږ شمېر ځانمرګو بریدونو کې زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله” اوښتې.

یوناما وايي، د دغو ملکي تلفاتو درې پر څلورمه برخه یعنې ۷۰۱ وژل شوي په ګڼ مېشو سیمو کې د عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د بې توپیره بریدونو له کبله رامنځ ته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په دې موده کې ۹۲ مېرمنې او ۲۸۷ ماشومان وژل شوي، د جګړې د ناچاودو توکو له کبله د ملکي تلفاتو شمېر ۶۳۹ او د هدفي وژنو ملکي تلفات ۱۴۸ تنه و.‌

یوناما وايي، د ملکیانو د مرګ ژوبلې ستره برخه (۱۷۰۱) په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو له کبله وو چې د ادعا پر بنسټ د “اسلامي دولت” نومې (داعش) د خراسان څانګې لخوا ترسره شوي.‌

دغه رپوټ وايي د دوی د مستندو کړو معلوماتو له مخې، افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۵۰ ځانمرګو بریدنو ۷۶۳ تنه وژلي وو، چې د ۲۷ بریدونو مسؤلیت یې داعش-خراسان ډل منلی و، د ۱۷ مسؤلیت طالبانو منلی و، خو په ۲۰۱۹ کې د شویو ځانمرګو بریدونو شمېر ۳۱ و.

د یاد رپوټ د موندنو پربنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې ۸ ځانمرګي بریدونه شوي چې ۲۰۵ تنه یې وژلي وو او “اسلامي دولت” نومې ډلې د ۴ بریدونو مسؤلیت منلی و.‌

په دې رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راپدېخوا د ۲۰۲۳ د مې تر پایه پر اوسنیو چارواکو (طالبانو) د بریدونو له امله ۶۳ تنه وژل شوي چې د څه باندې دوه پر دریمې برخې مسؤلیت یې د “اسلامي دولت” نومې ډلې منلی دی.

یوناما د بېلګې په توګه د ۲۰۲۲ د جنورۍ پر ۱۱مه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې هغه برید ته اشاره کړې چې له کبله یې ۱۰ تنه ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول او مسؤلیت یې داعش ومانه.‌

په رپوټ کې راغلي، چې په دې موده کې خبریالان د راپور ورکولو لپاره د پېښو ځایونو ته له ورتګه منع شوي، له دوی سره زور زیاتی شوی، ګواښل شوي او ان ځینې وخت یې په خپلسرې توګه په نیولو هم سرپه نه ده شوې.

د یوناما په دې ۱۶ مخیز رپوټ کې راغلي چې ملکي وګړو ته دا مرګ ژوبله په داسې وخت کې اوښتې چې افغانستان په مالي او اقتصادي ناورین کې دی او په رپوټ کې پر طالب چارواکو غږ شوی چې د ژوندانه د حق د خوندیتابه لپاره دوی خپل مسؤلیت ترسره کړي.

یوناما د خپل دې رپوټ پای کې د طالبانو حکومت ته ځینې سپارښتنې کړې چې وايي، په ګڼ مېشتو سیمو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید لاس په کار شي، د بریدونو سمبالګر او ترسره کوونکي دې مشخص او عدلي ادارو ته وسپارل شي.

د ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته پر افغانستان د ملګرو ملتونو د استازولۍ “یوناما” مشرې خپل چمتو کړي رپوټ کې له هغه څه اندېښنه ښودلې وه چې ګنې طالبان نه دي بریالي شوي هېواد کې د “اسلامي دولت” نومې (داعش) او نورې توندلارې ډلې وځپي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *