سويډن کې د اختر پر ورځ د قرآن کريم سوځول د اسلامي هېوادونو له خوا غندل شوي

د نړۍ په کچه بېلابېلو مسلمانو هېوادونو د سويډن پلازمېنه سټاکهوم کې د يوه شخص له خوا د قرآن کريم د نسخې سوځولو پېښه په کلکه غندلې ده.

پېښه چهارشنبې د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د سټاکهوم جومات مخې ته رامنځ ته شوه. د قرآن کريم د سوځولو پېښه کې يو عراقي الاصله کس هم لاس لري چې د احتجاج لپاره یې له محکمې رسمي اجازه اخيستې وه.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، که چېرې سويډني چارواکو دې ډول احتجاج ته اجازه ورکړې وي، داسې شونتيا شته چې ترکيه به يو ځل بيا ناټو کې د سويډن له غړيتوب سره مخالفت وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي د سویډن په ستاکهوم کې له یوه جومات د باندې د قرآن کریم سوځول کېدای شي له ناټو سره د سویډن د یو ځای کېدو پروسه پېچلې کړي. سويډن د ناټو د غړيتوب لپاره د ترکيې ملاتړ ته اړتيا لري.

ده په یوه ټویټ کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی او ویلي یې دي چې د بیان د ازادۍ په نوم د اسلام ضد مظاهرو اجازه ورکول د منلو وړ نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، “د بیان ازادۍ تر نامه لاندې مقدساتو ته سپکاوی په کلکه غندي.”

په بیان کې دا هم راغلي چې “د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د دې ډول اعمالو اجازه ورکول د نړۍ نژدې دوو میلیاردو خلکو ته سپکاوی دی. “

دغه وزارت په ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو غږ کړی چې په ټوله نړۍ کې د دا ډول ناوړه کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د بیان د ازادۍ او احتجاج په پلمه د تاوتریخوالي هڅول په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دي.

د مراکش د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غیر مسؤلانه عمل بللې او ویلي یې دي، دا ګام داسې حال کې شوی، چې مسلمانان د خپل یوه سپېڅلي اختر لمانځنه کوي.

سعودي هم دغه پېښه غندلې او په خپله اعلامیه کې یې ویلي، چې دا ډول کړنې د کرکې او توکم پالنې د زیاتېدو لامل کېږي.

د روان کال په جنورۍ مياشت کې په سويډن کې د قرآن کريم د سوځولو په اړه هم مسلمانو هېوادونو توند غبرګون ښودلی و.

په ورته وخت په عراق کې د سويډن سفارت مخ ته لسګونو کسانو د قرآن کريم د سوځولو پر ضد لاريون وکړ او د دغه سفارت انګړ ته ورننوتل. په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې لسګونه کسان د سفارت انګړ کې دننه ګرځي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *