پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق سره د ۳ میلیارده ډالرو پور هوکړه کړې

اقتصادي کړکېچ ځپلي پاکستان د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای اېم اېف) سره د کارکوونکو په کچه د درې میلیارده ډالرو ملاتړ هوکړې ته رسیدلی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، دا موافقه تر اتو میاشتو ځنډ وروسته شوې، چې لا هم د نړیوال پور ورکوونکي بورډ لخوا تصویب ته اړتیا لري.

د سویلي اسیا دغه هېواد په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اخیستلو راهیسې د خپل ترټولو خراب اقتصادي بحران سره مخ دی.

د دغې معاملې له خوندي کولو سره د مرستې لپاره، د پاکستان مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ د خپل اصلي سود کچه ۲۲ سلنې ته لوړه کړه.

د پاکستان اقتصاد، له کلونو مالي بې نظمیو وروسته له ستونزو سره مخ دی، چې د انرژۍ نړیوال بحران او تېر کال په دغه هېواد کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله لا سخت وځپل شو.

د پاکستان لپاره د ای اېم اېف مشر استازي ناتن پورټر په وینا،”د دې هېواد اقتصاد له څو بهرنیو اغېزو سره مخ شوی دی، د بېلګې په توګه په ۲۰۲۲ کال کې ویجاړونکي سیلابونه، چې د میلیونونو پاکستانیانو ژوند یې اغېزمن کړ او په اوکرایین کې د روسیې د جګړې په پایله کې په نړیواله کچه د بیو لوړوالی.”

هغه زیاته کړه، “د دې ټکانونو او همدارنګه د ځینو غلطو پالیسو په پایله کې، اقتصادي وده په ټپه ولاړه ده.”

معمولا په دا شان معاملو کې کله چې د کارکونکو په کچه موافقه وشي، نو بیا د اجراییوي بورډ لخوا پیسې ورکول کېږي. تمه ده چې دای اېم اېف بورډ به په راتلونکو اونیو کې پر دغه تړون غور وکړي.

په امریکا کې د ویلسن سنټر کارپوه مایکل کوګلمن بي بي سي ته وویل: “دا تړون پاکستان ته د اقتصادي ساه اخیستو فرصت ورکوي چې دا مهال سخته اړتیا ورته لري.”

په پاکستان کې د کلني پیسو پاړسوب یا انفلاسیون کچه د می میاشت کې شاوخوا ۳۸ ٪ یعنې د ریکارډ نوې کچې ته ورسېده.

د درې میلیاردو ډالرو ملاتړ، چې په نهو میاشتو کې به بشپړ شي، له تمې څخه لوړ دی.

پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د شپږ نیم میلیارد ډالرو هوکړې څخه د پاتې دوه نیم میلیارد ډالرو ترلاسه کېدو ته په تمه و، خو هغه نېټه د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

د ۲۳۰ میلیون څخه ډیر وګړو لرونکی دا هېواد له کلونو راهیسې د خپل اقتصاد د ثبات لپاره مبارزه کوي.

سږکال د دې هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې هم د ریکارډ کچې ته راښکته شوې دي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو او پولیسو تر منځ مرګونو نښتو هم پر مالي بازارونو اغېز کړی دی.

ښاغلی خان د می په میاشت کې د فساد په تور ونیول شو، هغه ګام وروسته د پاکستان سترې محکمې غیرقانوني اعلان کړ.

په تېر کال کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ۴۰ سلنه راټیټ شوی دی.

په همدې حال کې له پاکستان سره مرسته کوونکو هېوادونو، په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال ویجاړونکي سیلابونو وروسته د څه باندې میلیاردو ډالرو مرستې ژمنې کړې وې. خو تمه ۱۶ میلیاردو ډالرو ته وه چې وکولای شي، د اوښتو زیانونو جبران وکړي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *