ګوترېش: د افغانستان سرپرست حکومت دې د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته د خپل ربعوار راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې یوه فعاله برخه شي، باید د بشري حقونو ساتنې او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، ګوترېش په دغه څرګندونو کې د ښځو زده کړو، کار او د پخواني جمهوریت د کارکوونکو خوندیتوب ته یې اشاره کړې ده.
بلخوا د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي، چې د بشري حقونو په اړه نړیوال تعریفونه سره توپیر لري او دا تعریفونه په بېلابېلو فرهنګونو، چاپېریالونو او ځینې نورو ارزښتونو پورې تړاو لري.
نوموړی وايي، وایي، سرپرست حکومت ټولو وګړو ته له شریعت سره سم حقونه ورکوي، له هېچا سره زیاتی نه کېږي او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *