په پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د سینګارتونونو د تړلو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې پر ضد احتجاج کړی.
دا ښځې چار شنبه د جولای پر ۱۹مه کابل کې سړکونو ته را وتلې وې او ګډونوالو یې د “کار، ډوډۍ او عدالت غوښتنې” شعارونه ورکول.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، احتجاج کوونکو ښځو چې لاریون یې پیل کړی وو، د طالبانو امنیتی ساتونکو یې مخه نیولې او د تیت او پرک کولو لپاره یې پرې اوبه شیندلې دي.
یو شمېر لاریونوالو ښځو ادعا کړې، چې دوی د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا “ټیل وهل شوې” او د خورولو لپاره یې هوایی ډزې هم کړې دي.
په ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې له ډزو وروسته لاریونیانې هرې خوا منډې وهي.
طالب چارواکي تر دې دمه د دغه لاریون په اړه له خبرو ډډه کوي، خو په تېر کې هم طالبانو د ګڼو هغو ښځو مخه نیولې چې ښځو ته د کار او زدکړو د حق غوښتلو لپاره احتجاجونو ته راوتلې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دغه لاریون کې د طالب ځواکونو له خوا “زور کارونې ژوره اندېښنه ښوولې.”
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د جولای پر دریمه افغانستان کې ټولو سینګارتونو ته یوه میاشت کې د تړلو امر کړی و.
طالبانو ویلي وو، دا پرېکړه یې د خپل مشر مولوي هبت الله اخونزاده پهامر سینګارتونونو کې د ډېرو لګښتونو او هغو کارونو مخنیوي په موخه کړې چې د دوی په باور په “شریعت کې یې جواز نشته.”
د طالبانو دغه پرېکړه د عامو خلکو له نیوکو سربېره هغه ښځې هم اندېښمنې کړې دي، چې کلونه یې دې برخه کې کار کړی او له دې درکه یې خپلو کورنیو ته روزي ګټله.
د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼو سنګارتونونو فعالیت کاوه، چې په زرګونه ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.
نوموړې زیاتوي: “له ما سره پنځه نورې ښځې په دې سینګارتون کې کار کوي که یې راوتړي نو نه یوازې زما کورنۍ بلکه د دې نورو پنځو ښځو کورنۍ هم وږې پاتې کېږي. دا هره یوه یې د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې دي.”
د سینګار کولو برخه کې ګڼو سینګار ګرو ښځو مسلکي زدکړې کړي او ځینو یې آن بهر کې دیپلومونه ترلاسه کړي دي، خو د طالبانو د دې پرېکړې له عمليکېدو وروسته به لکه د نورو افغانو ښځو په څېر بې برخلیکه او په کور ناستې ته اړې شي.