د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له طالب استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د افغانستان د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، ښاغلي وېسټ د قزاقستان په آستانه کې د دې لیدنې په تړاو پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له طالب استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې لپاره ګومارل شوي ترکي دیپلومات سنیرلي اوغلو متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد الله بن زاید سره کتلي دي.
د اماراتو رسنۍ وايی چې ښاغلي بن زاید د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د روانو هڅو ملاتړ کوي.
دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو د وړاندیزونو او له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار په اړه هم خبرې شوې خو تفصیل یې نه دی ورکړل شوی.
ښاغلي سنیرلي اوغلو دنده لري چې د افغانستان وضعیت په خپلواک توګه وڅېړي او خپل رپوټ ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. ټاکل شوې له دې رپوټ وروسته به د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.
عزت الله سلیمي