باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه چاودنه؛ پنځوس تنه پکې وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا باجوړ سیمه کې، د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه چاودنې شاوخوا ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ژغورنې (رېسکیو) ۱۱۲۲ ویاند وايي، په دې پېښه ۴۱ کسان وژل شوی، خو ځایی رسني بیا وایي په دغه پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي او تر سلو زیات ټپيان دي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، له چاودنې وروسته پېښور ته راوړل شوي درې ټپيان مړه شوي دي. په داسې حال کې چې يو تن ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو يو چارواکی نذير خان وايي، چاودنه چې اصلي هدف یې په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام مذهبی ګوند جوړه شوې غونډه وه د یوه ځانمرګي بریدګر  له خوا رامنځته شوې ده.

لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل شویو خواشیني ښودلې ده او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د رپوټ ورکول غوښتي دي.

د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او هغه کسان چې روغتيايي حالت يې نازک او يا سخت ټپيان شوي پېښور لېږدول شوي دي.

د ۱۱۲۲ ژغورنې او مرستې ادارې ویاند ویلي، چاودنه د ګوند د غړو د یوې غونډې پرمهال د باجوړ ښار سیمې دوبۍ موړ ته څېرمه شوې ده.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعيت علمای اسلام شاوخوا ۴۰۰ تنو غړو ګډون درلود. ويل کېږي چاودنه له سټېج سره څېرمه شوې ده.

د جمعیت علمای اسلام مرکزي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي، د دوی ګوند دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

نوموړی وايي، د هېواد وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېدونکی دی او دده په ټکو “جمعیت علمای اسلام یو سوله‌ییز ګووند دی. موږ تل د سیاسي مبارزې سوله‌ییزه لاره غوره کړې ده”.

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی. خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه چاودنه يې غندلې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي، چې تر دې وړاندې د خیبر په جمروډ سیمه کې یوه جومات کې ځانمرګي برید یو پوځي وژلی و.

عزت الله سلیمي

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *