د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د لومړیو درېیو میاشتو پر مهال د بشري وضعیت په تړاو رپوټ خپور کړی دی.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په دغه شپږ مخیز رپوټ کې د ۲۰۲۴ له جنورۍ تر مارچ پورې موده کې د نجونو له زدکړو او د ښځو له حقونو رانیولې، د رسنیو تر ازادۍ، د طالبانو تر عدلي سیستم او مجازاتو، خپلسره نیونو، ربړونو، وژنو او توقیف او همدا راز امنیتي پېښو کې تر اوښتې مرګژوبلې بېلابېل موضوعات رانغاړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په خپل دغه رپوټ کې ویلي، د بشري حقونو څانګې یې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د خپلسره نیونو او توقیف لږترلږه ۳۸ موارد، د شکنجې او ناوړه چلن، لفظي ګواښونو لږترلږه ۱۰ پېښې او د پخواني حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د صحرايي وژنو څلور پېښې مستندې کړې دي.
داسې حال کې چې د طالبانو حکومت چارواکي بیا تل د عمومي بښنې امر او اعلان ته د خپلې ژمنتیا یادونه کوي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې دا رد کړې چې واک ته له بیا رسېدو وروسته دې د دوی د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده لخوا د مخکېني حکومت ملکلي او پوځي کارکوونکو ته د عمومي بښنې له امره سرغړونه شوې وي.
طالبانو ویلي، که داسې کومه پېښه ثبت شوې هم وي، نو د شخصي ملحوظاتو له مخې به وي او دوی پکې ښکېل کسان نیولي هم دي.
د تېر کوچني اختر په مناسبت د ۲۸۵۵ بندیانو د خوشې کېدو او ۱۴۲۰ نورو د بند مودې د کمېدو اعلان کړی و.
مجازات
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي دا مالومات “د هغې څارنې پر بنسټ ولاړ دي، چې د یوناما د بشري حقونو د څانګې له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي ماموریت له مخې ترسرە شوي.”
په رپوټ کې روان کال تر دې دمه د طالبانو حکومت لخوا د دریو اعدامونو، درو وهلو او نورو سزاګانو د پلي کېدو یادونه شوې او ویل شوي، چې “برحاله چارواکي په عامو محضرونو کې د قضايي بدني مجازاتو پلي کولو ته دوام ورکوي” او دا چې “دا ډول مجازات هرە اونۍ لږترلږە په یوە ولایت کې ترسرە کېږي.”
د طالبانو حکومت چارواکي وايي د اعدام پلې شوې سزاګانې د دوی د درېګونو برحاله محکمو (ابتدايي، استیناف او تمیز) لخوا تائید او د مشر لخوا یې تصویب شوې دي.
دوی د سزاګانو د پلي کېدو د څرنګوالي ننګه او پر دې ټینګار کوي قضايي بهیرونو کې عدالت او روڼتیا پام کې نیول کېږي.
خو په دې تړاو کافي مالومات نشته چې تورنو کسانو ته د ځان سپيناوي لپاره څومره اسانتیاوې او امکانات ورکول کېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې د اعدام ځینې حکمونه هم تطبیق کړي و.
یوناما د تېرې جنورۍ میاشتې د یوې مرکې په استناد د طالبانو زندانو کې د شاوخوا ۸۰۰ ښځو په ګډون د ۱۹۳ زره کسانو د موجودیت خبره کړې.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو سترې محکمې د تېر کوچني اختر په مناسبت د ۲۸۵۵ بندیانو د خوشې کېدو او ۱۴۲۰ نورو د بند مودې د کمېدو اعلان کړی و.
د خبریالانو “ګډوډ وضعیت”
د یوناما رپوټ کې ویل شوي چې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیزونو دوام کړی، خو د حجاب نه مراعتېدو له کبله د مېرمنو خپله سره نیونو پېښې د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پرتله پام وړ کمې شوې دي.
د یوناما راپور کې همدا شان په افغانستان کې لا هم د خبریالانو وضعیت “ګډوډ” بلل شوی دی.
رپوټ وايي په ځینو ولایتونو کې که څه هم مالوماتو ته د لاسرسي په پرخه کې د ښه والي راپور ورکړ شوی، خو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي “په یوه ننګونکي چاپیریال کې” فعالیت روان ساتي.
یوناما دا هم ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ له “پام وړ مالي ننګونو” او د برحاله چارواکو لخوا له یو لړ محدودیتونو او د “خپلسره توقیف له خطر” سره مخامخ دي.
په دې لړ کې مشخصآ په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر خبریالانو د نیول کېدو یادونه شوې.
یوناما وايي د تېرې جنورۍ له ۶مې تر ۱۱ مې کابل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو په درېیو چاودونو کې ۷۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
مارچ کې بیا په کندهار کې د کابل بانک مخکې ته د ځانمرګي برید یادونه شوې چې د یوناما په وینا ۲۵ کسان پکې وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي وو.
همدا راز په همدې مارچ میاشت کې د خوست په سپېره او پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۸ کسانو د وژل کېدو ویل شوي دي.
عزت الله سلیمي