آلمان په افغانستان کې د بشري حقونو پر دفاع ټینګار کړی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره وايي، له افغانانو سره یې د هېواد پیوستون نه ماتیدونکی دی او آلمان په افغانستان کې د بشري حقونو دفاع ته دوام ورکوي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې انالینا بیربوک دغه موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازی ریچارد بینیټ سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت او له افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د حکومت هغه لومړیتوبونه چې په پراخه کچه یې نړیوالې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي، هلته د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې ځپونکې پالیسۍ او اقدامات بلل شوي، چې لا هم دوام لري.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *