خواجه اصف: طالبانو د تمې خلاف زموږ ‘دښمنانو’ ته پناه ورکړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پر افغانستان د طالبانو بیاځل واکمنۍ ته “خوشحاله” وو، خو دا یې نه انګېرله چې طالبان دې پخپله خاوره کې د دوی “دوښمنانو” ته پناه ور کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دغه تورونه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلو کورنیو مسلو د پړې ګوته دوی ته نه نیسي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، خواجه اصف د پاکستان له یوه کورني ټلوېزیون سره پخپلو تازو څرګندونو کې د پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له کړنو ناخوښي ښيي.

نوموړی وايي، “له کله چې طالبان بیاځلي پر افغانستان واکمن شوي؛ موږ ستایلي دي، پر کامیابۍ یې خوشحاله شوي یوو او مبارکي مو ور کړې ده، خو موږ خبر نه وو چې دوی به خپله خاوره کې زموږ دښمنانو ته پناه ورکوي. په تېر یو نیم کال کې چې د ټي ټي پي (پاکستاني طالبانو) څومره غړي وژل شوي، ټول په افغانستان کې وژل شوي، نو افغان طالبان څنګه ویلی شي چې د ټي ټي پي غړي یې په خاوره کې نه شته.”

دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پخپله خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړو ته پناه ور کړې ده.

تر نوموړي وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اصف منیر هم په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو تر دوو وسله والو بریدونو وروسته ورته ادعا کړې وه.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د یادو ادعاوو په غبرګون کې  ویلي وو، افغانستان د جګړې د یوه قرباني هېواد په توګه په نورو هېوادونو کې د جګړو پلوي نه کوي او د پاکستان په ګډون نور هېوادونه دې هم د خپلو کورنیو مسلو د پړې ګوته افغانستان ته نه نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په خپله خاوره کې پاکستاني طالبانو ته د پټنځایونو د ورکولو په تړاو د پاکستاني چارواکو د نیوکو لړۍ داسې مهال ده چې په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي او وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

بل پلو په ورته وخت کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی د تېرې چارشنبې په ورځ په درې ورځني سفر کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو لکه د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهره بلوچ وايي، ښاغلي دراني په دغه کتنه کې افغان لوري سره د سیمه ییزې سولې او امنیت پر پیاوړتیا بحث کړی او زیاتوي اسلام اباد به په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په ټولو برخو کې ښکېلتیا ته دوام ور کړي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د چلند د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې مولوي کبیر د پاکستان ځانګړي استازي ته د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدو ډاډ ور کړی او ورته مهال یې پاکستان ته مشوره ور کړې چې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي.

له کوم مهاله چې اصف درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی، دا یې افغانستان ته لومړنی سفر دی.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *