د امریکا بهرنیو چارو وزیر بېجېنګ ته تللی؛ غواړي چین سره ترینګلي اړیکي ورغوي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر بېجېنګ ته تللی؛ غواړي چین سره ترینګلي اړیکي ورغوي
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له چیني چارواکو سره لیدو کتو لپاره پر دوه ورځي سفر بېجېنګ ته رسېدلی دی.

دا په تېرو نږدې پنځو کلونو کې چین ته د یوه امریکا دېپلومات لومړنی سفر دی.

امریکايي چارواکو ویلي‌ د دغه سفر او خبرو اصلي هدف دا دی چې د تېرو کلونو پر مهال د ترینګلو شویو اړیکو رغولو ته لارې چارې ولټول شي.

بېجېنګ ته د ښاغلي‌ بلېنکن سفر نږدې پنځه میاشتې مخکې له دې کبله وځنډید چې د امریکا فضايي حریم ته د چین د څارګرو بالونونو د ننوتلو څرک ولګېد.

پر دغه سفر د همدې موضوع سیوری هم غوړېدلی دی.

امریکا و چین دواړو وار له مخه روښانه کړې چې د دغه سفر پر مهال د کوم مهم پرمختګ او سترې لاسته راوړنې هیله نشي کېدای.

واشنګټن وايي‌ تر ټولو ستر هدف دا دی چې د څارګرو بالونونو له قضیې راوروسته ترینګلې شوې اړیکې ورغېږي او د لوړی کچې تماسونو چینل بېرته پرانیستل شي.

د امریکا لخوا تایوان سره د نږدې اړیکو پاللو هم له چین سره اړیکې اغېزمنې کړې.‌

بېجېنګ تایوان د خپلې خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼي‌ او روان کال یې دغه ټاپو ته نږدې پراخ پوځي تمرینونه هم ترسره کړل.

ښاغلی بلېنکن به د دغه سفر پر مهال پر خپل چیني سیال ‘چین ګانګ’ سربېره د چین د بهرنۍ پالیسۍ له جګپوړي چارواکي ‘وانګ يي’ سره هم وګوري.

د اوکرایین جګړه، د پرمختللې کمپیوټري ټکنالوژۍ د خپلمنځي سوداګرۍ پر سر لانجې او چین کې بشري حقونه به د بحث نور موارد وي.

تر اوسه مالومه نه ده چې هغه به د چین ولسمشر شي جېنپېګ سره هم وګوري، که څنګه.

چیني‌ چارواکو د ښاغلي بلېنکن دغه سفر ته سوړ غبرګون ښودلی او په دې تړاو یې پوښتنه راپورته کړې چې ایا امریکا واقعآ‌ غواړي‌ چې اړیکې ورغوي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *