د اوسلو غونډه؛ ګډونوالو یې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې
د اوسلو غونډې ګډونوالو د دغې غونډې په دویمه ورځ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د سرپرست حکومت د ژمنو، او د زدهکړو پر مسایلو خبرې اترې کړې دي.
د اوسلو غونډې یوې سرچینې کابل۲۴ ته ویلي، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا هم ګډون کړی دی.
د اوسلو غونډې په دویمه ورځ، د دوحې د هوکړې پر بنسټ د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پر پېل هم بحث شوی دی. په دې غونده کې د امریکا، برېټانیا، قطر، هند او پاکستان استازي هم حضور لري.
د ویلو ده چې، د اوسلو غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا د سېشنبې په ورځ پېل او نن ورځ به هم دوام وکړي.