‘د پاکستان امنیتي ادارو لا هم د افغانانو نیولو لړۍ ته دوام ورکړی’
په اسلام کې د طالبانو حکومت سفارت وايي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې په تازه چاپو کې ۲۵۰ افغان کډوال نیولي چې په ډله کې یې اسناد لرونکي افغانان هم شته.
د پاکستاني پولیسو له خوا په ځانګړي ډول اسلام اباد کې نیول کېدونکي افغانان ډېری هغه کسان دي چې د درېیمو هېوادونو د وېزو ترلاسه کولو لپاره په دا وروستیو کې اسلام اباد ته تللي او د پاکستان د ویزې وخت یې خلاص شوی وي.
یوه افغان کډوال کابل۲۴ ته ویلي، په اسلام اباد کې د درېیمو هېوادونو د سفارتونو له خوا ان په شرایطو د برابرو افغانو د وېزو د پروسیس بهیر د معمول خلاف ډېر وخت نیسي چې له امله یې د افغانانو د پاکستانۍ ویزې وخت خلاصېږي چې دوی بیا بېرته د لړ اندېښنو له امله افغانستان ته تلی شي او هم پاکستانۍ ادارې وېزې ور تمدیدوي.
په اسلام باد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، په دا وروستیو کې د اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو پولیسو۲۵۰ افغانان نیولي او زندان ته یې لېږلي چې په ډله کې یې د اسنادو لرونکي افغانان هم شامل دي.
د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی له پاکستاني چارواکو سره د نیول شويو افغانانو د نیول کېدو په اړه خبرې پیل کړي چې تېره اونۍ یې ۱۵ افغانان د اسلام اباد او ۲۵ نور په کراچۍ کې له زندانه ازاد کړي دي.
په اسلام اباد کې افغان سفارت د پاکستان پر حکومت د افغانانو د نیولو د لړۍ درولو غږ کړی دی.