ریچارډ بینیټ: طالبان د جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼه او سانسور پلی کوي

د طالبانو حکومت “د جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼه او سانسور پلی کوي”

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ په یوه رپوټ کې ویلي، د طالبانو حکومت افغانستان کې د “جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼې او عمومي سانسور پلی کوي.”

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، ښاغلي ‌بېنېټ په خپل رپوټ‌ کې د افغانستان د ښځو او نجونو بشري حقونه، محدویتونه، زدکړې،‌ کار او ازادۍ،‌ جنسي ځورونې او له ښځو سره تړلي ګڼ مسایل ارزولي او دملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړي‌ دي.‌

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه رپوټ‌ په اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې تل دغه رپوټونه ناسم بللي.‌

د دغه رپوټ‌ په یوه برخه کې ویل شوي “نن ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.”

د ملګرو د غه رپورټر چې څو ځلې افغانستان ته هم تللی او له طالب چارواکو سره یې بیا بیا کتلي،‌ وايي د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د روان کال تر مې پورې “له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي” چې لویه برخه یې د ښځو او نجونو په اړه دي.‌

ښاغلی بېنېټ وايي،‌ له محدودیتونو سره سره د ۲۰۲۱ ډسمبر کې پرتله ییز ډول د مثبتې روحیې یو فرمان هم خپور شوی چې د شریعت پر بنسټ، اجباري ودونه منع کوي. خو وايي د کونډو د میراث په اړه توپیري “مواد په کې شته.”

په دغه رپوټ‌ د طالبانو د استخباراتو پر ادارې هم نېوکه شوې چې د زدکړو فعالان نیسي او “شکنجه کوي یې.”

د زدکړو له فعالانو یو یې مطیع الله ویسا دی چې نژدې دوه میاشتې وړاندې طالبانو نیولی او لا هم بندي دی.‌ کورنۍ یې بي بي سي ته ویلي و چې د نوموړي د ژوند په اړه اندېښنه لري.‌

د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌ رپورټر په رپوټ‌ کې دا هم ویل شوي چې افغان ښځې “اوس په افغانستان کې له سیاسي او عامه ژوند څخه په بشپړ ډول بې برخې دي.‌ په عامه او سیاسي دندو کې یو ښځه هم نشته او په ملکي خدمتونو کې په یو محدود شمیر پاتې دي.”

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې،‌ د افغانستان په ملي شورا کې د ښځو ونډه نژدې ۲۵ سلنه وه او په ملکي ادارو کې د ښځو او نجونو ونډه تر ۳۰ سلنې رسېده.‌

که څه هم د طالبانو چارواکي وايي،‌ په کور ناستو ښځو ته معاشونه ورکوي خو ملګري ملتونه وايي،‌ دا د منلو نه چې په دې بهانه ښځې له کاره منع کړل شي.‌

د رپوټ په پای کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې “د افغانستان په وضعیت کې ښکېل پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.”

د طالبانو له حکومته هم غوښتل شوي‌ د ښځو په اړه ټول هغه فرمانونه بېرته واخلي چې د ښځو ټولنیز ژوند محدودوي.‌ خو د طالبانو د حکومت اوسنیو تګلارو ته په پام، لږ تر لږه د اوس لپاره داسې نه ښکاري چې طالبان دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه او محدویتونه بېرته واخلي.‌

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *