نوموړي زیاته کړه: ”زه د پاکستاني پوځ مشر او لومړي وزیر له لوري له سعودي عرب مننه کوم. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې راتلونکو ورځو کې به نور مثبت پرمختګ هم وشي او په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان اقتصادي مسایل نور هم ښه شي.”
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، سعودي عرب له لوري د پاکستان مرکزي بانک ته د دوه ملیاردو ډالرو له سپارلو سملاسي وروسته د پاکستان ونډو بازارونو کې مثبت پرمختګ ولیدل شو. نن سې شنبه د پاکستان ونډو بازار کې د ورځې له پیله د دې رپوټ لیکلو تر مهاله ۴۶۳ پوائینټونه زیات شوی دی او د ۴۵۰۴۹ پوائینټونو ته رسېدلی، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې تر ټولو لوړه کچه ده.
د ونډو بازار کاروباریان وايي، د کاروبار له پیله بازار ښه و او د سعودي عرب پیسو له رسېدو وروسته پکې نوره چټکتیا رامنځته شوه. ماهرین وايي، د سعودي عرب له لوري د دې پیسو له ترلاسه کېدو وروسته داسې امکان نور هم زیات شو، چې د پیسو نړیوالو صندوق یا ای ایم ایف له لوري به پاکستان ته د پور نوي قسط ورکول تائید شي.
په ازاد بازار کې د ډالر ارزښت یوه روپۍ کم شوی او کاروبار د یوه ډالر په مقابل کې د ۲۸۲ روپیو له ورکړې سره وتړل شو. دغه راز د سرو زرو بیو کې هم ۳۱۰۰ روپۍ ټیټوالی لیدل شوی او د سې شنبې پر ورځ کاروبار ۲۰۵۹۰۰ ته له رسېدو وروسته وتړل شو.
د یادونې ده، چې اقتصادي کړکېچ ځپلي پاکستان د پیسو نړیوال وجهي صندوق سره د جون په پای کې د کارکوونکو په کچه د درې میلیارده ډالرو ملاتړ هوکړې ته ورسېد، خو دا موافقه چې تر اتو میاشتو ځنډ وروسته شوې، لا هم د نړیوال پور ورکوونکې ادارې د بورډ یا اجرايي پلاوي لخوا تصویب ته اړتیا لري.
معمولا په دا شان معاملو کې کله چې د کارکونکو په کچه موافقه وشي، نو بیا د اجراییوي بورډ لخوا پیسې ورکول کېږي. تمه ده چې دای اېم اېف بورډ به په راتلونکو اونیو کې پر دغه تړون غور وکړي.