د طالبانو حکومت د ایراني پلاوي له لوري د دهراود د هایدرولوجیکي وسایلو د لیدنې په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هر ممکنه خیر ته په وینا او عمل کې ژمن دي، په تېره د اوبو برخه کې چې یوه حیاتي ماده ده.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران یوه تخنیکي پلاوي د اسد میاشتې پر ۱۸مه د ابهاماتو لیرې کولو لپاره د دهراود هایډرولوجیکي سیستم کې د اوبو د جریان د کتنې زمینه برابره شوه.
خبرپاڼه وايي، ایراني پلاوي له کتنې او د اوبو له ندازه کولو وروسته روان کال د اقلیمي بدلون د نړیوالې پدیدې له امله د عادي اوبو له کال څخه ډېر کم وباله.
طالبان وايي، ایراني پلاوي د خپلې کتنې پایله کې ومونده چې د هلمند سیند لږ تر لږه د اوبو جریان لري او د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک په شان مرستندویه سیندونه یې په بشپړه توګه وچ دي، چې په دې توګه د هلمند سیند اوبه د ډېلټیا سیمې ته رسېدل خورا ستونزمن دي.
د طالبانو د حکومت په خبره، د اوبو جریان د احصایې د تحلیل پر بنسټ، دا په ښکاره جوتېږي چې ایران ته د اوبو حقابې د نه رسېدو برخه کې هېڅ ډول انساني کړنه او اراده نه ده شامله، خو مجبره حالت ددې کار لامل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پای کې وايي، د باران په ورېدو او د مناسبو شرایطو په برابرېدو به د هلمند سیند لاندې سیمو کې د افغانستان په نیمروز ولایت او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیستان د اوسېدونکو حقابه تامین کړل شي.
ایراني رسنیو د ښاغلي کاظمي له خولې ویلي، چې “زموږ تخنیکي ډله دا مهال په کابل کې ده، لیدنه وشوه او راپور به یې ډېر ژر موږ ته ورسېږي”.