عزت الله «سلیمي»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولي یا یوناما وايي، په تېرو لسو ورځو کې واکمنو طالبانو په شپږو ولایتونو کې د رسنیو یو شمېر کارکوونکي نیولي دي.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په کندهار، غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د خبریالانو د نیول کېدو رپوټونه خپاره شوي وو.
یوناما په پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زدکړو فعال مطیع الله ویسا دواړه د روان کال په لومړیو کې نیول شوي وو، چې اوس د واکمنو په توقیف کې دي.”
یوناما د نړیوالو قوانینو له مخې له طالب واکمنو غوښتي چې د نظر او وینا ازادۍ ته درناوی، ساتنه او وده ورکړي. د ملګرو ملتونو دغې ادراې همدارنګه ویلي، ټولو هغو کسانو ته چې نېول شوي، باید د قوانینو له مخې د کورنۍ د غړو او د وکیل لېدو اجازه ورکړل شی.
یوناما په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې نيول شوي باید پر دې پوه شي چې پرې لګېدلي تورونه څه دي.
په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو هم تېره اوونۍ څو ځلې په خپلو خبرپاڼو کې د افغان خبریالانو د نیول کېدو خبرونه ورکړي وو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حمید عبیدي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یو شمېر خبریالان په ناقانونه توګه د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي دي. د ښاغلي عبیدي په وینا طالبان باید د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د سرغړونو کمیسیون ته دې اجازه ورکړي چې د خبریالانو اړوندو دوسیې وارزوي.
ښاغلی عبیدي زیاتوي، ” که چېرې کومه تخطي د رسنیو یا کوم خبریال له خوا شوې وي، نو دا دې کمیسیون وڅېړي، دا د کمیسیون واک او صلاحیت دی. که چېرې استخبارات یا کومه بله اداره په دې کې مداخله کوي، دا له قانون څخه سرغړونه ده.”
د نوموړي په خبره، طالبان یو شمېر هغه خبریالان چې د نظام ستاینه کوي “نازوي”، خو ځینې چې انتقادي خپرونې جوړوي او د ټولنې نیمګړتیاوې په ګوته کوي، ګواښل کېږي او ان ځینې وخت ورته “د جاسوس کلمه کارول کېږي.”
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د وروستیو نیونو په اړه وویل، پلټنه د نظام حق دی او خبریالان هم په دې کې شامل دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا یو شمېر خبریالان د پلټنو لپاره نیول شوي دي،” د دوی قضیې د خبریالۍ له کارونو سره تعلق نه لري، چې تر سپیناوي وروسته به انشاالله بېرته خوشې شي. د ځینو اقداماتو د مخنیوي لپاره نظام توقیفاتو ته اړ کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې له چا سره به زور زیاتی یا ظلم کېږي.”
که څه هم واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، طالب چارواکو ویلي وو، چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېرو دوو کلونو کې پر رسنيو یو لړ محدوديتونه لګول شوي دي.