مولوي هبت‌الله اخوندزاده: زمونږ په واکمنۍ کې د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي دي

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ادعا کړې چې د دوی حکومت کې د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي او “د یوه آزاد او باعزته انسان” په توګه یې حیثیت اعاده شوی دی.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړي په خپل اختريز پیغام کې ویلي د طالبانو حاکمیت کې “د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي” او دا چې د نوموړي په خبره د ښځو د بې حجابۍ او ګمراهۍ په تړاو د “اشغال منفي تأثیرات د ختمېدو په حال کې دي.”

هغه دا هم ويلي‌ د دوی د نظام په راتګ سره له اجباري نکاح او په بدو کې د ورکولو په ګډون له ګڼو رواجي ظلمونو د ښځو ژغورلو لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي.

ملا هبت الله همداراز ویلي “د ښځو نورو حقوقو د تأمین په برخه کې ټول ادارات د میرمنو په مرسته مکلفې شوي دي.” خو دا یادونه یې نه ده کړي چې نور کوم حقونه او ایا د نجونو او ښخو د زدکړو او کار حق ته یې هم حکومت څه پام کوي کنه؟

مولوي هبت الله اخوندزاده دا څرګندونې داسې مهال کوي چې حکومت یې د ښخو حقونو محدودولو له کبله په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ دی.

په دې لړ کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ همدا تېره اوونۍ وویل، د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند د طالبانو د حاکمیت په “مغز او اډیالوژۍ” کې ځای لري.

د ښځو حقونو په تړاو پر طالبانو تر ټولو غټه نیوکه دا ده چې نجونې یې له زدکړو او ښځې له کار راګرځولې دي.

مولوي هبت‌الله د ‘دیني احکامو، شرعي اوامرو، حدود او قصاص’ پلي کېدل هم د خپل حکومت مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

هغه ویلي د شرعي محاکمو په فعالیت سره “شریعت یو ځل بیا په عملي ډول پلی شوی” او د تقنین، حکومتولۍ، قضاء، اقتصاد، فرهنګ او نورو برخو کې “دیني اصلاحات” جریان لري.

د طالبانو سترې محکمې تېره اوونۍ وویل چې لغمان کې یې یو سړی د څو “قتلونو په جرم” قصاص کړی دی.

د قصاص دغه حکم د طالبانو مشر تایید کړی او د پلي کېدو امر یې کړی و.

مولوي هبت الله اخوندزاده خپل اختریز پیغام کې دا هم ویلي چې‌ د دوی حکومت افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه نیولې او دا چې ګوندې افغانستان “په اقتصادي لحاظ په ځان بسیا شوی دی.”

نوموړی وايي د دوی حکومت د ګمرګي او مالیاتي عوائد، کانونه، دولتي ځمکې، ځنګلونه او نورو ملکیتونه چې د ملت مشترک مال دی، د شخصي استفاده کوونکو او زورواکو له لاسه ایستلي او د بیت المال د شتمنیو په حیث خوندي کړې دي.

ښاغلی هبت الله د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې خبره داسې مهال کوي، چې دمګړۍ میلیونونه افغانان په نړیوالو بشردوستانه مرستو پايي او ډېری خلک له بې وزلۍ او بې کارۍ سر ټکوي.

ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې وایي، چې له نړیوالو بشري مرسته پرته به د میلیونونو افغانان ژوند خطر سره مخ شي.

دوی دا هم وايي‌ چې افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، او تر نیمایي ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *