هبت الله اخوندزاده: پر بشپړو شرعي قوانینو کار روان دی، اوسنی امنیت ‘جبري’ نه دی

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کندهار کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال د شریعت پر تطبیق ټینګار وکړ او خلکو ته یې د ښه ژوند برابرول، د عدالت تامینول او د اسلامي احکامو پلي کول خپل مسوولیت وباله.

نوموړي په خپله وینا کې، چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې خپره شوه وویل، افغانستان اوسمهال د اسلامي احکامو په تطبیق کې خپلواک دی او نړۍ کې هېڅ قوت نشته چې په دې برخه کې له افغانستان سره سیالي وکړي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، مولوي هبت الله اخوندزاده وویل که نن “دغه احساس کړم چې زه شریعت نشم راوستلی، او دلته له شریعت څخه بلې خوا ته خبره روانه ده، قسم په خدای که یوه دقیقه ورسره پاته شم.”

نوموړي زیاته کړه “تاسې به یو څه وخت وروسته وګورئ، زموږ ټول قوانین چې راوځي، د ایت او حدیث په رڼا کې به یې تخریج شوی دي.”

د طالبانو مشر په وینا په شریعت باندې افغانستان کې اتفاق او د شریعت له عملي کېدو پرته بې اتفاقي راځي.

هغه همدا راز وویل چې اوسی سراسري امنیت او اعطاعت هم په زور او جبر نه دی ټینګ شوی، بلکې د ده په وینا خلک له زړه د دوی د حکومت عطاعت کوي.

افغانستان کې د طالبانو مشر مولوی هبت الله اخوندزاده د شریعت په تطبیق کې د خلکو مرسته اړینه وبلله او په دې برخه کې یې له ولس نه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بلخوا د تېرو اخترونو په څېر ارګ کې هم د لوی اختر لمونځ وشو چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سترې محکمې رییس مولوی عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوی عبدالکبیر، د لوړو زدکړو وزیر مولوی ندا محمد ندیم، د کابينې یو شمېر نورو وزیرانو، ملکي او نظامي چارواکو او یو شمېر ولسي وګړو ګډون درلود.

دې مراسمو کې څو تنو طالب چارواکو ویناوې وکړې چې تر ډېره پر اقتصاد، سیاسي لاسته راوړنو او بهر ته د افغانانو د تګ پر موضوع څرخېدې.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان پر ابادۍ وغږید اوویې ویل چې حکومت یې ژمن دی چې د امنیت د ټینګولو ترڅنګ د ابادۍ پروژې پلې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پر اقتصادي پروژو وغږید او ویې ویل چې اوس مهال ګڼو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او دوی هڅه کوي چې د نورو پروژو په پلي کولو سره لا نور کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه له افغانستانه د کار په لټون د افغانانو وتلو ته اشاره وکړه او ویې وویل اوس هم بهرنیان افغانان هڅوي چې په افغانستان کې کار نشته خو په وینا یې افغانستان کې وضعیت هغسې نه دی چې بهرنیان یې انځوروي.

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *