پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر نیولی دی
د کابل۲۴ د راپورو پر اساس، د پيټيایم د مشر منظور پښتین یوه نږدې ملګري ادریس پښتین پر خپل ټویټر لیکلي چې علي وزیر د ۲۰۲۳ کال د بودیجې په تړاو جلسې ته روان و چې “له شمالي وزیرستان وتښتول شو.”
د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له نږدې دریو اوونیو راهیسې د شمالي وزیرستان په مرانشاه کې د خپلو نیول شویو ملګرو عیدالرحمان، زکیم وزیر او جلال وزیر د نیول کېدو غبرګون کې پرلت پیل کړی.
د منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشران هم په دغه پرلت کې برخه لري.
د پيټيایم یو شمیر غړو له تېرې ورځې پر خپلو خواله رسنیو لیکلي چې امنیتي ادارو یې د پرلت د دوام په صورت کې د مشرانو د نیولو ګواښ کړی دی.
په دې لړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې غړې مونیزه کاکړ د علي وزیر د نیول کېدو له رپوټونو څو ساعته مخکې پر خپل ټویټر لیکلي و چې “د رياستي ادارو لخواه د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین د نیولو لپاره پرله پسې هڅې روانې دي چې دا یو ډېر شرموونکی عمل دی.”
منظور پښتن زیاته کړې “خو یو خبره بیخی واضح ده چې د دې ریاست او ظالم فوځ د ظلم، جبر او ترهګریزو پالیسیانو خلاف او د خپلواکې لپاره به زمونږ مزاحمت جاری وي.”
د یادونې ده چې علي وزیر د روان ۲۰۲۳ کال فبرورۍ کې له دوو کالو او دوو میاشتو زندان وروسته خوشې شو.
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰م کال ډسمبر پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې له همغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي وو.
د هغه خلاف په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي وو او په دغو رپوټونو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی وو، چې ګواکې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوې کړې دي.