په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا غوښتنه شوې چې پوهنتونونو کې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.
د کابل۲۴ د راپور پر اساس، نوموړی د طالبانو د دفاع له وزیر مولوي یعقوب مجاهد، د سترې محکمې له مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او ځینو نورو لوړو پوړو طالب چارواکو سره ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال له استادانو سره په ناسته کې دغه غوښتنه تر لاسه کړه.
نږدې دوه وړاندې له نوموړي ورته غوښتنه په هرات ولایت کې هم شوې وه. ښاغلي حقاني په هرات کې دې غوښتنې ته په ځواب کې ویلي و، “د دغو موضوعاتو لپاره پر یوه معقول حل کار روان دی.”
نوموړي دا هم ویلي و، چې دوی له دې نه ويرېږي چې کله “یوه مساله اختلافي وګرځي، د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی او پراخ نشي، هغې ته یو څه انتظار په کار وي.”
نوموړي زیاته کړ، “په پوهنتونونو کې د دې نجونو تعلیم پیل شي، هر ډول شرایط چې وضع کېږي، د د منلو تر څنګ یې خلک په تطبیق کې ځان مکلف ګڼي. افغانان باید مجبور نه کړل شي چې خپلې خویندې د تعلیم لپاره نورو ځایونو ته بوځي.”
وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه، داسې رپوټونه ورکول شوي چې ګڼې افغان کورنۍ د نجونو زدکړو لپاره له دغه هېواده وتو ته مجبورې شوې دي.
په هرات کې هم د خصوصي سکتور استازو ټینګار کړی و، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د پانګې د تېښتې لامل شوی او دا چې “ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زدکړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي.”
اوس نږدې ۶۹۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړې دي، او څه نا څه نهه میاشتې وشوې چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې نجونې لوړو زدکړو ته نه پرېږي.
ځینې پر دې باور دي چې طالبان اراده نه لري چې ښځې دې زدکړو وکړي. همدا تېره اوونۍ یې د غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې هغه نجونې هم له لومړنیو ښوونځیو را ګرځولې چې عمرونه یې له لسو کالونو پورته وو.