کابلوف: د مسکو فارمټ کې د افغانستان ټولګډونه حکومت پر طرحه خبري کیږي

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ته ویلي چې د مسکو فارمټ ناستې اصلي اجڼدا به په افغانستان کې د طالبانو لنډمهالي یا سرپرست حکومت په پراخ بنسټه کولو خبرې وي.

د کابل۲۴ د راپور پر اساس، د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته د روسیې په کازان کې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۲۹ مه جوړېږي.

روسی استازی وایي لاهم د طالب واکمنو لخوا په حکومت کې د نورو قومونو د ورګډلو سیاست کې بدلون او پرمختګ نه دی راغلی. نوموړی وايي: “تر اوسه ددې مسئلې ( ټول ګډونه حکومت) په برخه کې پرمختګ نه لیدل کېږي، نو ځکه موږ غواړو چې غونډه را وبولو او په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړو.”

روسیه د طالبانو حکومت له بیا راتګه وروسته په وار وار په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وایي حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي شته او په دې برخه کې د نورو هېوادونو “فرمایشونه” نه شي منلی.

بل خوا د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي چې د مسکو فارمټ راتلونکو ناسته کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو هم خبرې وشي.

د روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان خاورې یې لاهم هېوادونو ته د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه شته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له وړاندې منلې چې دا ځل به یې پلاوی د مسکو فارمټ په ناسته کې ګډون وکړي.

دوې اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلی وو چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرینوف د بهرنیو چارو وزارت له پرسرست سره په لیدنه کې د دوی حکومت ته د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه، په هغه ناسته کې د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مسکو فارمټ ناستو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د پخلاینې ملي پروسې سره د مرستې لپاره پیل شو.

د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادنو په دې فارمټ کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان ګډون لري

کابل۲۴ یو خپلواک خبري اژانس دی، چې له افغانستان، سیمې او نړۍ څخه ۲۴ ساعته تازه خبرونه تاسو ته وړاندي کوي. کابل۲۴ د تازه خبرونو، راپورونو او مسلکي شننو په وړاندې کولو سره، د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه مېرمنو او قومي لږکیو بشري حقونو ته ژمن او د بنسټیزو انساني ازادیو د ودې او پرمختګ په موخه کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *